معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۱مه نېټه):
د رسنیو د خبر له مخې نړیوال بانک راپور ورکړی، چې د روان زیږدیز کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د افغانستان صادراتو څلور سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د دغه بانک د معلوماتو له مخې افغانستان د روان زېږديز کال له جنورۍ میاشتې تر اپرېل میاشتې پورې د ۶ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
د نړیوال بانک په نوي راپور کې همدا راز راغلي، چې د افغانستان د تورم نرخ د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کموالی موندلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، ډېری صادر شوي توکي، د ډبرو سکاره، اوسپنه، پنبه، وچې مېوې، کرنیز محصولات او لاسي صنایع دي، چې پاکستان، هند، ازبکستان، تاجیکستان، عربي متحده اماراتو، چین، ایران او ترکیې ته صادر شوي دي.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د تورم نرخ ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه و، خو د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې بیا دغه کچه ۱ اعشاریه ۹۴ سلنې ته راټيټه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس