معماری
خانه / ګهیځ نیوز / نړیوال شل اوریز جام؛ نن به د دغې لوبلړۍ په فاینل لوبه کې پاکستان له انګلستان سره مخ کېږي

نړیوال شل اوریز جام؛ نن به د دغې لوبلړۍ په فاینل لوبه کې پاکستان له انګلستان سره مخ کېږي

کابل/ګهیځ
نن د سږني کرېکټ نړیوال شل اوریز جام دوه مخکښې لوبډلې پاکستان او انګلستان د دغې جام وروستۍ سیالي کوي.
پاکستان او انګلستان د کرېکټ په ډګر کې پوره ۳۰ کاله وروسته یو ځل بیا د نړیوال جام په فاینل سیالۍ کې سره مخ کېږي.
دېرش کاله وړاندې په ۱۹۹۲ کې هم ملبورن د کرکټ د نړیوال جام د پای لوبې کوربه و، چې په پایله کې یې پاکستان اتلولي وګټله او انګلستان دوهم مقام خپل کړ.
هغه وخت عمران خان چې اوس د سیاست ډګر ته راوتی او تر دې وړاندې پاکستان لومړی وزیر و، د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې کپټان و.
خو د ۲۰۲۲ د کرکټ نړیوال جام به د دواړو هېوادونو د بشپړو نویو او بېلابېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې انګلستان هندۍ لوبډلې ته، چې د اتلولۍ یوه کاندیده وه، په لوی توپیر ماتې ورکړه. یوازې د انګلستان اوپنرانو جاس باټلر او الیکس هیلز وتوانید چې له سوځېدو پرته هدف پوره کړي.
پاکستان په نیمه پایلوبه کې هم د نیوزیلینډ پر وړاندې بریا خپله کړه، چې ټول لوبغاړي یې د اسټرالیا له لوبغالو سره اشنا دي او د دوی لوبډله هم د جدول په سر کې وه.
دا سیالي د اسټرلیا په ملبورن ښار کې تر سره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس