معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / نړیوالې محکمې د غزې پر رفح ښار د روانو بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه

نړیوالې محکمې د غزې پر رفح ښار د روانو بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لاهه نړیوالې محکمې قاضیانو صهیونیستي رژيم ته لارښوونه کړې، چې د غزې سویل کې پر رفح ښار خپل بریدونه ژر تر ژره ودروي.

رويټرز خبري آژانس ویلي، جنوبي افریقا، کاناډا، مصر، اردن او ملګرو ملتونو سرمنشي د نړيوالې محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د فلسطین حکومت ویلي، دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړيوالې اجماع ښودونکې ده.

که څه هم نړیواله محکمه د خپلې پرېکړې د اجرا لپاره هېڅ اجرایي وسیله نه لري، خو حـ.ـماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې دغه حکم دې اجرا کړي.

د یادولو وړ ده، چې دغه دستور ۱۵ نړيوالو قاضیانو په ۱۳ مثبتو او ۲ منفي رایو سره تصویب کړی او یوازې د اوګاندا او اسراییلو قاضیانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او منفي رایه یې ورکړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس