کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند او د دوحې اوسنۍ ناستې لپاره د افغان حکومت د پلاوي مشر ذبیـ.ـح الله مجـ.ـاهد کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته ویلي، چې هېوادونه دې د افغانستان خلکو پر وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.
د نوموړي په وینا افغان حکومت د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې له ټولو هېوادونو غواړي، چې افغانان په سختو حالاتو کې یواځې پرېنږدي.
مجـ.ـاهد په ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغانستان د خلکو حق او دې برخه کې خپل مکلفیتونه ادا کړي.
نوموړي دغه راز د دوحې ناسته د تعامل لپاره یو فرصت ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې باید دغه ناسته درک او په ځای ګټه ترې واخېستل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/