معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې اورلګېدنې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

نیمروز کې اورلګېدنې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت سیمه ییزو.چارواکو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یوې لویې اورلګېدنې له امله خلکو ته د درنو مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی.
د دلارام ولسوال ویلي، چې نن سهار د چشت ښار د دلارام په بازار کې اور لګېدلى و، چې خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړى په يوه موټر کې چې سل بوشکې تېل بار و، اور ولګېد او وروسته اور له مالونو ډک کانټينرونو او د خلکو دوکانونو ته خپور شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې سل بوشکې تېل، يو کانټينر د موټر پرزې، وچه مېوه او نور توکي په کانټينر کې دننه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس