معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې اووه ټانکره بې‌ کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

نیمروز کې اووه ټانکره بې‌ کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، ایران هېواد ته یې ۷ ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته مسترد کړي دي.
د یادې ادارې ویاند ویلي، دغه اندازه تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، نیمروز ولایت کې بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتي، چې هېواد ته باکېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتي توکو د راوارد کېدو د مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس