معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې د سختې یخنۍ له امله د کثافاتو یو ټولوونکی ماشوم مړ شوی

نیمروز کې د سختې یخنۍ له امله د کثافاتو یو ټولوونکی ماشوم مړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
۸ صبح ورځپاڼې په نیمروز ولایت کې د سیمه ییزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله د کثافاتو یو ټولوونکی ماشوم مړ شوی دی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې نوموړی ماشوم د زرنج ښار له واټونو څخه د کثافاتو په راټولولو بوخت و، چې د سختې يخنۍ له امله د کثافاتو د راټولو پرمهال مړ شوی دی.
سرچینو ویلي، د هوا له سړېدو سره_سره دغې ماشوم ټوله ورځ د کثافاتو په راټولولو تېره کړې وه، چې د ډېرې یخنۍ نه برداشت کېدو له امله یې ژوند بایللی دی.
ځایي حکومتي سرچینو تر دا دمه د دغې ورځپاڼې د خبر په اړه څۀ نه دي ویلي.
د سختۍ یخنۍ له امله دغه ماشوم په داسې حال کې خپل ژوند بایللی چې دې وروستيو ورځو کې د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ترڅنګ د سړې هوا څپې ور ننوتي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس