معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیپال کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

نیپال کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په نيپال کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ګڼو مسافرو خپل ژوند بایللی دی.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د نيپال پوکارا هوايي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده.
رسنیو د خپلو سرچينو له قوله ویلي، الوتکې ټول ۷۲ سپرلۍ درلودې چې تر دې مهاله یې د ۴۰ تنو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو په موخه عمليات روان دي.
لويدلې الوتکه د يېتي هوايي شرکت اړوند وه چې ويل کيږي له کټمنډو څخه پوکارا هوايي ډګر ته روانه وه.
رسنیو ته تر اوسه د پېښې علت نه دی په ډاګه شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس