معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هالنډ کې د ریل ګاډي چپه کېدو ۳۱ کسانو ته مرګ_ژوبله اړولې

هالنډ کې د ریل ګاډي چپه کېدو ۳۱ کسانو ته مرګ_ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د هالنډ هاګ ښار ته نږدې یو مسافر وړونکی ریل ګاډی له لیکې وتلی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شاوخوا دېرش نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې د ډېرو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
فرانس پرس آژانس ویلي، تر اوسه د پېښې لامل معلوم شوی نه دی.
د هالنډ رسنیو ویلي، چې د ریل ګاډي مخې ته د ساختماني چارو یو وړونکی کرین موجود و، خو چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي.
ویل شوي چې د پېښې پر مهال ریل ګاډي کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس