کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هرات کې د درمل جوړولو یوې کارخونې مسوول ویلي، چې دوی تر اوسه د افغانستان د اړتیا وړ ۱۳۰ ډوله درمل تولید کړي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو درملو کې جامد، مایع او تزریقي درمل شامل دي، چې د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کیږي.
د مسوولینو په خبره، یاده کارخونه چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې جوړه شوې، اوس مهال ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره ده.
په ورته وخت کې د هرات د درمل پلورلو ټولنې مسوولین وایي، دې ولایت کې د درملو د تولید ۱۵ کارخونې فعالیت کوي.
د دوی په وینا، که د دغو کارخونو فعالیتونه پراخ شي، نو تمه کیږي چې د هېواد ۳۰ سلنه د درملو اړتیاوې پوره کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/