کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د ورقو او کارتن جوړولو یوې معیاري کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
د یادې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د صنعتي پرمختګ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان راتلونکی د صنعتي او صادراتي هېواد په توګه روښانه دی.
نوموړي زیاته کړې، چې هغوی د صنعتکارانو او پانګوالو سره په هره برخه کې لازمه همکاري کوي او د اقتصاد ودې او د کاري فرصتونو ډېرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
په ورته وخت کې د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس ویلي، د ورقو او کارتن جوړولو په دغه کارخون په ساعت کار کې د ۲۰ زره مترو په اندازه ورقې او کارتنونه تولیدیږي.
د دوی په وینا یاده کارخونه کې لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/