معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هسپانیا د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو اتلولي خپله کړه

هسپانیا د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هسپانیا فوټبال ملي لوبډلې د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په پای لوبه کې انګلستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

دا لوبه چې د برلین د المپیک په لوبغالي کې ترسره شوه، هسپانیا لوبډلې د خپلو ځوانو لوبغاړو لامین یامال او نیکو ویلیامز په شان د غوره نندارې په وړاندې کولو سره بریا خپله کړه او د څلورم ځل لپاره یې دغه اتلولي وګټله.

د لوبې د دوهمې نیمايي په ۴۷مه دقیقه کې د هسپانیې د لامین یامال په پاس نیکو ویلیامز انګلستان ته لومړی ګول ورکړ، خو انګلستان پالمر لوبغاړي په ۷۳ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.

د لوبې په ۸۷ دقیقه کې اسپانیوي لوبغاړي اویارزابال دوهم ګول وواهه او لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس