معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د شاتو مچیو فارمونه زیات شوي

هلمند کې د شاتو مچیو فارمونه زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه د پخوا په پرتله زیات شوي او فارم لرونکي خلک له خپل کاروبار څخه خوښي څرګندوي.
د خبر پر بنسټ، د شاتو مچیو کاروباران په دغه ولایت کې له حکومتي مسوولینو غواړي، چې د دوی چارو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی وایي، د بهرنیو شاتو پر واردولو دې بندیز ولګول شي او د شاتو لپاره دې ځانګړی بازار جوړ کړل شي.
په ورته مهال اقتصاد پوهان وایي، دولت باید په دې برخه کې خلکو ته روزنه ورکړي او د تولید لپاره یې باید بازار پیدا او بهرنیو هېوادونو ته یې د صادرولو زمینه برابره کړي.
د هلمند د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال دغه ولایت کې له دوی سره ۱۲۰ د مچیو فارمونه ثبت او راجستر دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس