معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې نږدې زر جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

هلمند کې نږدې زر جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۲ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ځایي مسوولینو ویلي، چې په مرکز لښکرګاه او دریو ولسوالیو کې یې ۹۹۰ جریبه دولتي ځمکه له غصبه را ګرځولې ده.

د مسوولینو په وینا یاده ځمکه د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اړوندو کرنیزو خدمتونو مدیریتونو په همکارۍ په تېرو دریو ورځو کې د لښکرګاه ښار په ګډون د ناوې، نهرسراج او واشېر ولسوالیو کې له غصبه ګرځول شوې ده.

دغه راز د هلمند مرکز لښکرګاه اتمې حوزې اړوند بېلابېلو ساحو او د سرکار عمومي سړک ته څېرمه ۷۵ جریبه ځمکه هم بررسي شوې، چې ۴۰ جریبه ترې دولتي ځمکه تشخیص شوې ده.

سرپرست افغان حکومت په دې وروستیو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو هڅې ګړندۍ کړې دي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس