کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هلمند کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي او د دوراهي په سیمه کې ۲ زره جريبه ځمکه باندې د ملي صنعتي پارک پرانیسته وکړه.
د راپور پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغانستان پر صنعتي کېدو ټینګار کړی او ویلي، چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د سرپرست حکومت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لري.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د سرپرست حکومت د پاملرنې یادونه کړې او ویلي دي، چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرځان بسیاینه ناشونې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/