کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند په مرکز سربېره نوزاد، نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې د کارېزونو او د اوبو راګرځولو ساحو د قوي کولو د چک ډیمونو په جوړولو کې ۱۳ زره ۷۹۶ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې کیږي، چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
د مسوولینو په وینا، د یادې پروژې کارکوونکو ته د کار په بدل کې په هرو ٢٠ ورځو کې ۸ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، چې ١٢ میاشتې به دوام وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/