معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / هند او پاکستان د اټومي تاسیساتو لېستونه تبادله کړل

هند او پاکستان د اټومي تاسیساتو لېستونه تبادله کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د رسنیو راپورونو له مخې هند او پاکستان له یو بل سره د خپلو اټومي تاسیساتو لېستونه تبادله کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تبادله د هغې هوکړې په بنیاد شوې چې هر کال د جنورۍ په لومړۍ ترسره کیږي.
دغه هوکړه په ١٩٨٨ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د اټومي تاسیساتو لېست او لارښوونې په رسمي ډول اسلام اباد کې د هند عالي کمېشنرۍ ته سپارل شوي دي. اعلامیه کې راغلي چې هند هم په نوي ډیلي کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت ته خپل همدغه شان لېست سپارلی دی.
د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر سیمې پر سر له لسیزو راهیسې جنجال روان دی چې د همدې جنجال له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وخت نا وخت ترینګلې کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس