کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلومبرګ رسنۍ خبر ورکړی، چې د هند حکومت به ډېر ژر د افغان حکومت مهم ډيپلوماټان خپل هېواد ته راوغواړي.
دا اقدام د نوي ډیلي له لوري له کابل سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو نوی پرمختګ بلل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دوه افغان ډيپلوماټان د افغانستان سفارت د چارو پرمخ وړلو لپاره نوي ډیلي ته ورپېژندل شوي دي.
دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخوالي لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې هم هند ممبۍ کې اکرام الدین کامل د افغانستان سرکنسل په توګه منلی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/