معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند له افغانستان سره بشري او پراختیایي همکاریو ته دوام ورکوي

هند له افغانستان سره بشري او پراختیایي همکاریو ته دوام ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، دغه هېواد هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.

رندهیر جېسوال په یوه خبري غونډه کې هندي چارواکو سره د افغان چارواکو کتنو په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د هند بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه تعامل دی او زیاته کړې یې ده، چې موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو پیاوړتیا ده.

جېسوال د هند کرکټ په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په اشارې زیاته کړې چې هند دغه راز د ورزش په برخه کې هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس