معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي

هند له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان مـ ـتقي سره کتلي او د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي.

متقي د هند د بشر دوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې افغان حکومت د اقتصاد محوره سیاست په لرلو سره له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

په ورته مهال وکرم مسري د هند او افغانستان تاریخي اړیکو ته په اشارې ویلي، هند غواړي د زېربنایي پروژو په پلې کولو سره له افغانستان سره مرسته وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس