معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / هند وایي، څو چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی وي، مذاکرات او کرکټ ورسره نه شي کېدای:

هند وایي، څو چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی وي، مذاکرات او کرکټ ورسره نه شي کېدای:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له یوه هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، پاکستان لا هم ترهګرۍ ته وده ورکوي او هغه ملک چې د ترهګرو ملاتړی وي، مذاکرات او کرکټ ورسره نه شي کېدای.
د ده په خبره پاکستان سره د مذاکراتو بیا پیلول یوه پېچلې معامله ده؛ ځکه په خبره یې پاکستان هر وخت هند ته وسلې او نور تخریبوونکي توکي رالیږي، نو له داسې هېواد مشرانو سره مذاکرات څنګه کېداى شي؟
شنکر زیاته کړې، د پاکستان له ترهګرۍ څخه تر ټولو زيات هند اغېزمن شوی دى او په وینا یې تر څو چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي، تر هغې ورسره دوه اړخیزې اړيکې نه جوړیږي.
پاکستان تر دا مهاله د هند د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس