کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د رسنیو هغه راپورونه یې په پام کې نیولي، چې له مخې یې پاکستاني لوري افغان خاوره کې هوایي بریدونه کړي او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکیان وژل شوي دي.
اعلامیه کې د دغو بریدونو غندنه شوې او ویل شوي، چې دا د پاکستان یوه پخوانۍ کړنلاره ده.
د اعلامیې په وینا پاکستان د خپلې کورنۍ ناکامۍ ملامتیا پر خپلو ګاونډیانو تپي.
پاکستان دې وروستیو کې د خپلو داخلي مشکلاتو له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/