کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
هند کې افغان سفارت ويلي، دغه هېواد کې د فارغ شویو افغان پوځیانو سرنوشت او ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې له هند حکومت سره په ګډه هڅې روانې کړې دي.
سفارت ویلي، هڅه کوي چې په ګډه د دغو افغان پوځي محصلینو ستونزو ته د رسېدنې بنسټیزې لارې پیدا کړي.
خو بل لور ییا په هند کې له زده کړو فارغ شوي افغان پوځيان وایي، سفارت ورته ویلي، د هند حکومت پرته له دې چې دوی ته افغانستان ته د تلو ټېکټ واخلي، بله کومه مرسته نه شي کولی، خو دغلته افغان سفارت بیا ټینګار کړی چې لومړني اقدمات یې کړي او لا هم خبرې او بحثونه یې دوام لري، څو له هند حکومت سره په ګډه د دغو فارغ شویو افغان پوځیانو ستونزو ته اساسي او بنیادي لاره ومومي.
افغانستان باندې د اوسني حکومت تر واکمن کېدو وړاندې د هند پوځي پوهنتونونو او اکاډمیو کې ۱۷۰ تنه د ملي اردو افسران، بریدملان او محصلان پر زده کړو بوخت وو، چې لا هم د دوی له منځه ۱۱۷ تنه هلته په ملکي او پوځي زده کړو بوخت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/