معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند کې د یو بس د چپه کېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۵۵ نور ژوبل شول

هند کې د یو بس د چپه کېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۵۵ نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د هندي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په کشمیر کې یوې کندې ته د یو بس د غورځېدو له امله ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې یو بس موټر، هندي زیارت کوونکي له پنجاب ایالت څخه کترا ښار ته لېږدول.
رسنۍ وایي، چې یاد بس جمو سیمې ته نږدې یوې کندې ته غورځېدلی دی. ویل کیږي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي د پېښې ځای ته ورغلي او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
د سیمه ییزو پولیسو قوماندان د څرګندونو له مخې، د دې پېښې مړه او ټپیان د بیهار ایالت اوسېدونکي دي.
هند په نړۍ کې د سړکونو د خرابوالي له امله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې هر کال په سلګونو زره کسان په کې د دغه ډول پېښو له امله مړه او ټپیان کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس