کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۱ نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازی لوو داپينګ ويلي، تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې وې.
هغه دا خبره تېره ورځ د افغانستان د روغتیا وزارت له خوا د ملاریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وکړه.
د لوو داپينګ له قوله، په ۲۰۲۲ کال افغانستان کې د ملاريا ۱۲۵ زره ۷۸۸ پېښې راپور کړې وې، چې دا شمېره، د ۲۰۲۱ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زياتوالی ښيي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ننګونو د هوارولو او په افغانستان کې د ملاريا د له منځه وړو په برخه کې د خپلو ژمنو او د عمل د بيا تازه کولو لپاره اقدام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت بیا ويلي، چې په تېرو ۴ کلونو کې د ملاریا ناروغۍ له امله د کومې مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/