معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۸  مه نېټه)

وروسته له هغې چې کابل او پکتیا کې د بیزو‌ تڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه راپورونه خپاره شول، د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، په افغانستان کې تر اوسه د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، که د بیزو‌تڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شي، نو د عامې روغتیا وزارت له لوري به اعلان شي.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي وو، چې په کابل او پکتیا کې د دغې ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي.

تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزو‌تڼاکې پېښې ثبت شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس