معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله نږدې ۲ سوه کسان مړه شوي

هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله نږدې ۲ سوه کسان مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د روانې میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوي.

د خبر پر بنسټ، یاد سازمان د ساري ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره ویلي، چې په مړو شویو کې تر ۸۳ سلنه زیات له ۵ کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ سلنه زیاتې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدو تنفسي ناروغیو نږدې ۸۰ زره پېښې ثبت شوي، چې ډېری یې ښځې او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

دغه سازمان وایي، په دې ناروغۍ د اخته کسانو اوسنی شمېر له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ کلونو پورې په تېرو درېیو کلونو کې له اوسط شمېر څخه لوړ دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس