کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د کابل په ګډون ټول هېواد کې د ۱۴۰۳ کال د حج لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شو.
د یاد وزارت په وینا، هغه کسان چې مخکې یې د حج فریضه اداء کړې وي، د نفلي حج د ادا کولو چانس نه لري.
د حج اوقافو وزارت همداراز ویلي، ټاکل شوې چې سږکال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د مسوولینو په وینا دغه وزارت د نوم لیکنې پروسې د لا آسانتیاوو لپاره په ټول هېواد کې اړین ترتیبات نیولي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/