کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث شوی.
دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، برېښنا شرکت او ګلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یاد شرکت له لوري د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه وکړي او راپور یې په ټاکلي وخت د اقتصادي معاونیت مقام سره شریک کړي.
اقتصادي معاونیت وایي، ګلبهار پاور خصوصي شرکت به د دغه طرحې له مخې په لومړی سل میګاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷ سوه میګاواټه ګازي برېښنا تولید کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/