کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوولینو ویلي، دې وروستیو ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغیو ډېرښت موندلی.
د دوی په خبره دغه روغتون کې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ پورې په تنفسي ناروغۍ اخته ماشومان بستریږي.
دوی زیاتوي، چې د اندراګاندي روغتون د تنفسي ناروغو او سینه بغل څانګه اوس مهال په یو بستر کې له څلورو تر پنځو ناروغو ماشومانو درملنه کوي.
په داسې حال کې چې ناروغ لرونکو تر دې وړاندې هم د درملنې د بسترونو له کموالي شکایتونه درلودل.
د ډاکټرانو په خبره، د سړې او ککړې هوا سربېره، بې وزلي او بې کاري، حفظ الصحې ته نه پاملرنه او له ماشومانو د ناروغو کسانو لرې نه ساتل د دې لامل کیږي، چې ډېری ماشومان په تنفسي ناروغۍ اخته شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/