معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د هوا په ګرمېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

هېواد کې د هوا په ګرمېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روغتیایي مسوولینو ویلي، چې هېواد کې د هوا په ګرمېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د خبر پر بنسټ په دې ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر هم لوړی شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین که څه هم په یادو ناروغیو د اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالی تاییدوي، خو په وینا یې د نورو ناروغیو ترڅنګ د موسمې ناروغیو د لا خپراوي د مخنیوي لپاره چمتووالی لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، چې د هوا له بدلون سره سم د ملریا ناروغۍ هم زیاته شوې، چې دغه وزارت یې په ویقایوي لارو چارو د مخنیوي هڅې کوي.

په ورته مهال روغتیاپالان د یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ماشومانو پر حفظ الصحې، د واکسینونو تطبیق، ماشوم ته د مور شیدو په ورکولو او پر وخت نږدې روغتیايي مرکزونو ته پر بېولو ټینګار کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس