معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۱ تنو څخه واوښت

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۱ تنو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي، چې په تېرو دریو شپو – ورځو کې د سېلابونو راتلو له امله هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۱ تنو څخه اوښتی دی.
د راپور پر بنسټ د دغو سېلابونو له امله ۷۴ تنه ټپیان او ۴۱ کسه نور لا هم نادرکه دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خبره همدې مهال کې ۲۵۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
د دغو مالي او ځاني زیانونو ډېره برخه مېدان وردګو ولایت کې اوښتې، چې اوس هم په کې ډېری کسان تري – تم دي.
بل لور د کابل پغمان ولسوالۍ ارغندۍ سیمه کې هم د اورښتونو له امله په ارغندي صنعتي پارک کې له شلو زیاتې فابریکې زیانمنې شوې دي. دغه راز د یادو اورښتونو له امله په دغه سیمه کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۸ تنو ته رسېدلی او تر ۲۰ پورې د ژوبلو کسانو راپورونه ورکړل شوي دي.
د دې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې ټول ټال ۲۱۴ کسانو خپل ژوند بایللی، ۳۲۰ تنه ټپیان شوي، ۳زره ۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳ زره ۸ سوه څاروي هم په کې له منځه تللي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس