معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د کانونو ساتنې لپاره ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه به شي

هېواد کې د کانونو ساتنې لپاره ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه به شي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي.
د اقتصادي معاونیت پر ټویټر پاڼه هم لیکل شوي، چې د عامه ساتنې ملي تصدي به په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې په موخه ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه کړي، چې له مخې به یې د غیر قانوني او خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي.
د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې ارزګان ته د برېښنا پر رسولو او د کابل په کمپنۍ سیمه کې د مېوو او سبزیو مارکېټ لپاره د طرحې پر جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس