کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ويلي، د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسېس ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونې شوي.
د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پانګونې د سرو زرو، اوسپنې، یاقوت، د کرومایت ډبرو، سمنټو، د ډبرو سکرو، سرب او جستو پر کانونو شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ سروې له مخې، افغانستان د ۳ ټریلیونه ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینې لري او اوس مهال د نورو لویو کانونو د جیولوژیکي او جیوفزیکي مطالعاتو کارونه بشپړ شوي او پانګوالو ته د دغو کانونو د سپارلو بهیر روان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/