کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې دا مهال د دغه وزارت اړوند روزنتونونو کې شاوخوا ۱۰زره بې سرپرسته او يتيم ماشومان ساتل کیږي
د یاد وزارت ویاند د ګردېز په ښار کې د يوه روزنتون د پرانېستې مراسمو کې ویلي، چې دا مهال د کابل په ګډون ټولو ولايتونو کې شاوخوا ۱۰ زره بې سرپرسته او یتیم ماشومان په روزنتونونو کې تر روزنې لاندې دي.
د ویاند په خبره ياد وزارت هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د بې سرپرسته نجونو لپاره هم روزنتونونه جوړ کړي
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ياد وزارت تر څار لاندې په هېواد کې د خيريه بنسټونو او موسسو لخوا هم ځينې روزنتونونه جوړ شوي، چې د بې سرپرسته ماشومانو ساتنه په کې کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/