معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په مېدان‌ وردګو كې د يوې ترافيكي پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی او درې نور ټپيان شوي دي.

د خبر پر بنسټ دا پېښه د یوې کرولا او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله د سیدآباد ولسوالۍ په عزیز کلا سیمه کې رامنځته شوې ده.

د مسوولینو په وینا د دغې پېښې ټپيان د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځایي مسوولینو د موټر چلوونکو بې غوري او د موټرو ډېره چټکتیا د دې پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل په ګوته کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس