معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

وردګو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان ‌وردګو ولایتي چارواکو ویلي،.چې د دغه ولایت په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د څارویو او څړ ځایونو پر سر رامنځته شوې شل کلنه شخړه یې لمنځه یوړه.
د خبر پر بنسټ د دې شخړې د حل لپاره د دغه ولایت د والي په مشرۍ یو کمېسیون په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړه په سوله‌ ییزه توګه هواره کړه.
خبر زیاتوي، دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې سر له نن څخه به په یوه او بل باندې تېری نه کوي او په سوله‌ ییزه فضا کې به خپل ژوند ته دوام ورکوي.
د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ دغه شخړه د جلرېز په (سرچشمه) او د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په (ګرندیوال) سیمو کې رامنځته شوې وه، چې ۲۰ کاله یې دوام وکړ او دواړو لورو ته د سر او مال زیانونه هم اوښتي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس