معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د ۱۶۷ پروژو چارې پیل شوې

وردګو کې د ۱۶۷ پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت په مرکز مېدان ښار، جلریز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د ۱۶۷ پروژو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه پروژو کې د کانالونو پاکول، د سړکونو جوړول او دغه راز د کوچنیو پلونو رغول شامل دي، چې ورسره ۵ زره ۵۶۸ کسانو ته د کار زمینه به هم په کې برابره شي.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي که څه هم له دې پروژو څخه هرکلی کوي، خو غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې لا ډېرې دې ته ورته پروژې پیل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس