معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

وردګو کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان‌ وردګو ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري د مرکز میدان ښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نیم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس ویلي، له یادې مرستې څخه یې موخه د بې‌ وزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکیلې اصلاح کول دي.

نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو کې استفاده وکړي، څو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

بل لور د میدان ‌وردګو بزګران هم خوښ دي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس