معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروستیو پرلپسې اورښتونو هېواد کې کروندګر ښو حاصلاتو ته هیله مند کړي

وروستیو پرلپسې اورښتونو هېواد کې کروندګر ښو حاصلاتو ته هیله مند کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
د هېواد په نږدې ۲۵ ولایاتو کې د وروستیو پرلپسې اورښتونو له امله بزګران د خپلو حاصلاتو ډېرېدو ته هیله مند شوي دي.
بزګران وايي، سږني اورښتونه به وچکالي له منځه يوسي او هر بزګر به له خپلې کرکيلې په پرېمانه اندازه حاصلات ترلاسه کړي.
کروندګرو پیل شوي اورښتونه د خپلو کروندو لپاره ګټور بللي او زیاته کړې يې ده چې سږني اورښتونه به د کال د آبادۍ او د کروندګرو لپاره ښه زېري ولري. دوی وايي، بارانونو نه يوازې غنمو او شولو، بلکې باغدارۍ، مالدارۍ او څړځايونو ته هم ډېره ګټه رسوي او له دې سربېره د اوبو زېرمې هم ورسره ډېرېږي.
د روان نوي لمریز کال په پیلېدو سره د هېواد په ډېری ولایاتو کې پرلپسې نرم اورښتونه وشول چې نن او سبا هم یو شمېر ولایاتو کې د پوره او نیمه اورښت اټکلونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس