معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ویانا په نژدې راتلونکو ورځو کې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوي

ویانا په نژدې راتلونکو ورځو کې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) د رسنیو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو په ویانا دفتر کې د افغانستان په تړاو دغه غونډه د روانې میلادي سپټمبر میاشتې په ۱۵مه جوړېږي او په هغه کې تر ډېره د اوسني حکومت مخالفین حضور لري.

ټاکل شوې، چې دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکي بحثونه ولري.
احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې د دې غونډې ګډونوال دي.

تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د داسې غونډې کوربه توب کوي او نه هم افغان حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس