معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / يو بهرنی شرکت افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه کوي

يو بهرنی شرکت افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د SKM هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له ریيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید، لېږد او وېش په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ياد هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې د دغه شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ.
په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسوولینو هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتوالی څرګند کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس