معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټاکل شوې چې تر راتلونکې چهارشنبې له ازبکستانه وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شي

ټاکل شوې چې تر راتلونکې چهارشنبې له ازبکستانه وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
که څه هم تر دې وړاندې یو وار د پنجشنبې شپه داسې خبرونه خپاره شول، چې ګوندې په دغه شپه برېښنا نښلول کیږي، خو اوس برېښنا شرکت ته نږدې سرچینو ویلي، چې ښایي له ازبکستان څخه واردېدونکې برېښنا تر راتلونکې چهارشنبې بېرته ونښلول شي.
ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه هم لاس په لاس کیږي، چې ګوندې ازبکستان هېواد په بشپړه توګه خپله برېښنا افغانستان باندې پرې کړې ده، خو رسمي سرچینو لا تر دې دمه دغه خبر نه دی تایید کړی.
په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا تر پام وړ پرچاوۍ وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم له ازبکستان نه وغوښتل، چې د شوي قرارداد پر اساس افغانستان ته د برېښنا ټاکلې اندازه صادره کړي.
برېښنا شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو برېښنا شرکت ته نږدې سرچینو ویلي، چې ښایي تر راتلونکې چهارشنبې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د بېرته نښلول کېدو په اړه برېښنا شرکت نن رسمي اعلان هم وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس