کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سبا د جمعې ورځ به په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتي جرګه پیل شي.
سره له دې چې پاکستاني ریاست د دغې جرګې د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي او ټینګار یې کړی چې د دغې جرګې ترسراوي ته به اجازه ورنه کړي؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي، دغه جرګه به په هر قیمت ترسره کیږي.
د خېبر پښتونخوا پولیسو تېره ورځ د جرګې ځای کې پر راټولو شویو پښتنو ډزې وکړې، چې له امله یې درې تنه ځای پرځای ووژل او نږدې ۱۵ تنه نور ژوبل شول.
ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې د جرګې ځای ته تللې ټولې لارې تړل شوي، خو په زرګونه پښتانه د غرو – رغو له لارې د دغې جرګې د میدان پر لور رامات دي.
ویل کیږي چې دې درې ورځنۍ جرګه کې به پر پښتنو د پاکستاني ریاست ظلمونه بیان او په وروستۍ ورځ به یې له دې ظلمونو څخه د خلاصون پر حل لارې پرېکړه وشي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/