معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټرمپ د امریکا غږ کارکوونکي رخصت او پر آزادۍ راډیو یې بودیجه قطع کړه

ټرمپ د امریکا غږ کارکوونکي رخصت او پر آزادۍ راډیو یې بودیجه قطع کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رويټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو اجرايوي فرمان کې د امريکا غږ په ګډون د دې هېواد د دولتي رسنیو کارکوونکي په جبري توګه رخصت کړي او پر آزادۍ راډيو یې بودیجه قطع کړې ده.

ټرمپ او ملګرو يې امريکا غږ د محافظه کارانو پر وړاندې په تعصب تورن کړی او په دې رسنۍ کېدونکي مصارف يې د امريکايانو پر اوږو اضافه بار بللی دی.

د امريکا غږ کارکوونکي تر بلې خبرتيا رخصت شوي، چې تر هغو پورې به تنخوا ورکول کیږي.

د دغو رسنيو بندېدو وړانديز تېره مياشت د ايلن ماسک لخوا شوی و. نوموړي ويلي وو چې اوس مهال څوک راډيو نه اوري او د دې راډيوګانو فعاليت بې اغېزې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس