معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاسپورټ ریاست کې د فساد د مخنیوي ادعا؛ کمېشن‌کاران او جعل کاران یې مشخص او دندو لرې کړل شوي

پاسپورټ ریاست کې د فساد د مخنیوي ادعا؛ کمېشن‌کاران او جعل کاران یې مشخص او دندو لرې کړل شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وږي/ سنبلې لومړۍ او د اګسټ د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د پاسپورټ ریاست ادعا کوي چې په دغې اداره کې یې د فساد مخه نیولې.
د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال شیر شاه قریشي د دې ریاست د فعالیتونو کلني راپور وړاندې کولو په اړه خبري غونډه کې وویل، په ‌دې ریاست کې یې تر ډېره بریده د فساد مخه نیولې او کمېشن‌ کاران او جعل کاران یې مشخص او له دندو لرې کړي دي.

د ښاغلي قریشي په خبره، د ولایتونو لپاره هم د انلاین فورمې خدمات پیلېږي، څو د پاسپورټ غوښتوونکي په‌ خپل ولایت کې په ټاکلې نېټه پاسپورټ تر لاسه او په مرکز کې د ګڼې-ګوڼې مخه ونیول شي.

د هغه په خبره، افغانستان کې د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید په موخه هم د انلاین فورمې خدمات پیلېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس