معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان افغانستان ته د خپلو ۲۱۲ قلمه صاداراتي توکو صادرات منع کړل

پاکستان افغانستان ته د خپلو ۲۱۲ قلمه صاداراتي توکو صادرات منع کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د ۱۷ ډوله پوښاک، د موټر د ټایر، چای، تازه او وچې مېوې، د سینګار او روغتیا د لسګونو تولیداتو او د یو شمېر نورو توکو صادرول منع کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا له پاکستانه افغانستان ته د توکو د واردولو منع کول د دواړو هېوادونو په زیان بولي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پاکستان له لوري پر لګول شویو محدودیتونو نیوکه وکړه.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونې د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي، چې د ټرانزیټ په برخه کې دې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
تر دې وړاندې هم پاکستان په کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو د ټرانزیټ بندیزونه لګولي وو، چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان واوښت.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس