معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان ته د تلو_راتلو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کېدو لپاره کمېټه جوړیږي

پاکستان ته د تلو_راتلو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کېدو لپاره کمېټه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، چې په دغه کتنه کې پاکستان ته د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د سیاسي او سوداګریز پلاوي ترسره شوی سفر مثبت ارزول شوی او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د ودې په هکله تعقیبي یادونې وشوې.
نوموړی لیکلي، چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په غوښتنه او ټینګار د هېوادوالو د تګ_راتګ په برخه کې د اسانتیا رامنځته کېدو په موخه د پاکستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت کونسلي ریاست ترمنځ د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.
په دغې لیدنه کې نظاماني د هغو پاکستاني زده‌ کړیالانو په هکله چې افغانستان ته د زده‌ کړو په موخه راځي، د ویزو د وخت د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس