معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو لس سلنه مالیه لوړه کړې

پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو لس سلنه مالیه لوړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د تازه مېوو د موسم له رارسېدلو سره سم پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت د عوایدو ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په تازه مېوو او سبزیو د ګمرکي تعرفې لوړوالى د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته د عملي کېدو وړ دى.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم منلې، چې د افغانستان پر مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه د پخوا په پرتله لس برابره لوړه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی وايي، دا پرېکړه نه د افغان سوداګرو او نه د پاکستان د خلکو په ګټه ده.

د تعرفو د لېست له مخې په هر ټڼ مڼو کې تعرفه له ٣٨زره او ٨٠٠ پاکستاني کلدارو څخه یو لک۲۳ زره ٥٠٠ کلدارو ته لوړه شوې او دغه شان د يو ټن زردالو تعرفه له ۱۴ زرو کلدارو څخه ۶۰ زرو زرو کلدارو ته لوړه شوې ده.

دغه راز د نورو مېوو او سبزیو تعرفو کې هم د پام وړ لوړوالى راغلى دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستيال ویلي، چې د دواړو هېوادونو سياسي اړيکو د افغانستان په سوداګرۍ منفي اغېز کړى او افغان سوداګر هېڅ کومه بديله لار نه لري.

يو شمېر پاکستاني سوداګرو سه شنبې ورځ د تورخم پر پوله د تعرفې د لوړېدو په غبرګون کې لاريون هم ترسره کړى او ګواښ یې کړی، چې که دا پرېکړه لغوه نه‌ شي، په ټول پاکستان کې به لاريونونه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس