معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د تورخم دروازې د خلاصېدو پرېکړه کړې

پاکستان د تورخم دروازې د خلاصېدو پرېکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، چې تورخم دروازه له ۲۵ ورځې بندښت وروسته د پاکستان لخوا نن لس بجې خلاصیږي.

دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې پاکستان د افغان حکومت لخوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې وه، چې څو وار په کې دواړو غاړو ترمنځ درنې نښتې هم ترسره شوې.

د سوداګرو او قومي مخورو تر څو وار جرګو وروسته د پاکستان لخوا د جرګې مشر جواد حسین کاظمي ویلي، چې اوس لس بجې به افغان لوري سره تر ناستې وروسته به یاده لاره پرانیستل شي.

افغان حکومت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې افغان حکومت د تاسیساتو جوړېدو مخنیوي له امله د پاکستان غوښتنه رد کړې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس